برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ډېر ژر به پاکستان هوایی حریم نه افغانستان او هندوستان الوتنې پیلیدا

آریانانیوز: د افغانستان د هوایي چلند خپلواکه اداره وایي، ډېر ژر به د پاکستان له هوایي حریمه د افغانستان او هندوستان ترمنځ ملکي الوتنې بیاځلي پیل شي.



د دغې ادارې ویاند محمد قاسم رحیمي رسنیو ته ویلي،”موږ د ملکي هوايي چلند په برخه کې هم له فعالو سازمانونو هم د پاکستان د ملکي هوايي چلند له مشرتابه سره په تماس کې يو. دا موضوع له نږدې تعقيبوو چې ممکن په لنډ وخت کې دا ستونزه حل شي.”

د پاکستان له فضا څخه د افغانستان او هندوستان ترمنځ ، پر الوتنو هغه مهال بندیز ولګیده چې شا و خوا دوه اوونۍ مخکې د پاکستان او هندوستان ترمنځ نښتې وشوې.

د کشمېر په لانجمنه سیمه هغه وخت هندوستان بمونه و اورول چې ګواکې دغلته د هغې ترهګرې ډلې اډه وه چې د هندوستان پر پورځ یې مرګونی ځانمرګی برید ترسره کړی وو.

پاکستان بیا په ځوابیه برید کې د هندوستان یوه جنګي الوتکه را نسکوره او پیلوټ یې ژوندی ونیوه چې وروسته، پیلوټ بیرته هندوستان ته ور وسپارل شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي