برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

څلور پولیس د خپلو دوو ملګرو له خواو وژل شول

آریانانیوز: د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي وویل، دوو سیمه ییزو پولیسو چې ګومان کېږي له وسله والو سره یې اړیکې لرلې، پر خپلو نورو ملګرو ډزې کړې او څلور پولیس یې وژلي دي.


هغه زیاته کړه، برید کوونکي له پېښې وروسته تښتېدلي دي.
عزيزي وايي، سیمې ته د امنیې قومندانۍ یو پلاوی تللی او د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.
وسله والو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.
د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي مدعي شوی چې د پنجوايي ولسوالۍ په دواب سیمه کې یې د سیمه ییزو پولیسو یوه پوسته نیولې، پنځه پولیس یې وژلي او یو یې ژوندی نیولی دی.
دی زیاتوي، له برید وروسته یې د پولیسو وسلې هم وړې دي.
احمدي دغه راز ادعا وکړه چې د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ په اردو بلاغ سیمه کې یې پر یوه نظامي کتار برید کړی او امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، خو چارواکي یې ردوي.
عزيزي وویل، د وسله والو دا ادعا حقیقت نه لري، دغلته ګډو ځواکونو عملیات کړي چې پر مهال یې ۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ساحه یې له وسله والو پاکه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي