برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۸ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پولیسو خپل ۷ نور پولیس ملګري ووژل

آریانانیوز: د کندهار ولایت امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د کندهار – روزګان پر لویه لار څو تنو پولیس خپل اووه نور پولیس ملګري وژلي دي.



د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، دغه پېښه د یک شنبې پر ورځ( د زمري ۱۳) له غرمې مخکي د شاولیکوټ ولسوالۍ په تور کوتل سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې په اړوند سیمه کې څو پولیسو پخپلو نورو پولیسو ملګرو ډزي کړي، چی اووه پولیس یې وژلي دي.
نوموړي څرګنده کړې، چې د دې پېښي انګیزه په ډاګه شوې نده؛ خو د پېښې د څېړلو لپاره سیمي ته یو پلاوی لیږل شوی دی .
طالبانو د پېښې مسوولیت منلی او څرګندوي، چې پېښه د دوی یو نفوذي کس رامنځته کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي