برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنج‌شنبه, 14 فوریه , 2019 لنډ لینک :

په یو شمېر سیمو کې سلګونه څاروي د واورې ورېدو له امله مړه شوي

آریانانیوز: د بغلان په يو شمېر سيمو کې د واورې ورېدو له امله سلګونه څاروي مړه شوي او يو شمېر کورنۍ هم په واورو کې بندې دي.


په دې اړه د بغلان د تاله برفک ولسوال عبدالاحد برفکي رسنیو ته ویلي چې تېره اوونۍ په دې ولسوالۍ کې ډېره واوره شوې چې له امله يې سلګونه څاروي مړه شوي دي.
هغه وايي: ((د همدې واورو له امله له لسو څخه د ډېرو کليو لارې هم تړل شوې دي، يو شمېر کورنۍ هلته په بد حالت دي، هېڅ ډول امکانات نه لري.))
د برفکي په وينا، دوى هڅه کوي چې له يادو کورنيو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره شي.
په دې اړه د بغلان ولايتي شورا غړي سميع الدين ناظر پژواک ته وويل چې تر اوسه په دوشي او تاله برفک ولسواليو کې د واورې ورېدو له امله ٣٥٠ څاروي مړه شوي او يو شمېر کورنۍ په وارو کې بندې پاتې دي.
نوموړي اندېښنه وښوده که چېرې ژر د کوتل اسياب، پېچ، ګلدره، چادر، بلخيان او سبزک کليو لويې لارې پاکې نه شي، ډېری اوسېدونکي به يې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د يادو څرګندونو په اړه په بغلان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر محمد نصير کهزاد پژواک ته وويل چې په يادو ولسواليو کې د ورښتونو له امله د خلکو ستونزې لوړه کچه ډېرې نه دي.
دى وايي: ((تر اوسه چا موږ ته د څارويو د تلف کېدو او يا هم په وارو کې د خلکو بندېدو په اړه خبر نه دى راکړى.))
د نوموړي په وينا، که چېرې ځينې کورنۍ مرستو ته اړتيا پيدا کړي، دوى چمتو دي چې پر وخت ورسره مرستې وکړي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه