برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په یوه تالار کې د تیرې شپې خونړي برید

آریانانیوز: کورنیو چارو وزارت وایي د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړونده سیمه کې د شهر دوبي په نوم د ودنو په تالار کې تېره شپه ناوخته بمي چاودنې ۶۳ کسان وژلي او ۱۸۲ تنه یې ټپیان کړي دي



د کورنیو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي رسنیو ته ویلي چې د دغې پيښې په اړه پلټنې دوام لري او ژر به جزييات له رسنيو سره شريک شي
قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دغه پیښه غندلي او یو وحشیانه عمل یې بللی دی
ښاغلي شاهین پر خپل ټویټر لیکلي: “دکابل په یوه هوټل کې دواده په مراسمو کې چاودنه یو ظالمانه او وحشیانه عمل دی، اسلامي امارت یې په کلکه غندي. پدې ویر کې له خپل ولس سره شریک دی.د دې برید مسولیت تر دې دمه چا او یا کومي وسله والې ډلې نه دی په غاړه اخیستی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي