برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کونړ کې۳۴۰۰۰ ماشومان د پولیو ضد له واکسینه بې برخه

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د کونړ د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عزیزالرحمن ساپي د دوشنبې په ورځ د نوي پیل شوي کمپاین په اړه وویل:
“زرقي او د خولې له لارې واکسین دواړه مؤثر دي، خو په ځینو مواردو کې زرقي واکسین زیات اغېز کوي، اوس مو ۵ ولسوالۍ«چپه دره، ماڼوګی، وټه‌پور، شیګل او مروره» د زرقي واکسین پروګرام کې داخلې کړي.”
هغه وايي، ځکه يې په ۵ ولسوالیو کې یاد کمپاین پیل کړی چې په‌دغو ولسوالیو کې یا د فلج ناروغۍ ویروس موجود دی او یا هم د کوزې پښتونخوا د باجوړ سیمې سره شریکه پوله لري او هلته د پولیو مثبتې پېښې شتون لري.
د عامې روغتیا رئیس وايي، په یو شمېر سیمو کې د شته امنیتي ستونزو او واکسینونو سره د موجوده مخالفتونو له امله په تېر کمپاین کې له دوی نه ۳۴۰۰۰ ماشومان له واکسینونو څخه بې برخې پاتې شوي دي.
په کونړ کې د واکسینونو د پروګرام د عامه پوهاوي مسؤل ډاکټر اسدالله فضلي وايي:
“ولسونه، قومي مشران او د ټولنې نور غړي دوی سره همکار دي، خو د امنیت نشتوالی او د یو شمېر وسله‌والو ډلو شتون يې ستونزې زیاتې کړي.”
د عامې روغتیا مسؤلین وايي: تېر کال په کونړ کې د پولیو درې مثتبې پېښې موجودې وي، که څه هم چې په نوي کال کومه مثبته پیښه نه‌ده موندل شوې، خو د ویروس موجودیت او ماشومانو ته د واکسینونو نه رسېدو سره د دې وېره شته چې سږ کال هم یو شمېر ماشومان په‌دغه لاعلاجه ناروغۍ اخته شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي