برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۹ دی , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په کندهار ولایت کې د پاکستان د استخباراتو د څلورو غړو د نیول کیدو جزئیات

آریانانیوز: د کندهار پولیسو شپږ تنه پاکستانیان د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د جاسوسۍ په تور نیولي دي...


د کندهار امنیه قومندان په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې دغه شپږ تنه د موټر د پیرودلو په پلمه د معلوماتو د راټولولو پرمهال نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوي کسان د موټر پیرلو په پلمه د افغانستان پولې ته ننوتل او وروسته د پولیسو لخوا په سپین بولدک ولسوالۍ کې وپیژندل شول.

د چارواکو په وینا ، له دوی څخه څلور د پاکستان د استخباراتو (آی اس آی) غړي دي او دوه نور د دغه هیواد د چمن اوسیدونکي دي.

له نیول شویو څخه د پاکستان تابعیت کارتونه او شناختي کارډونه هم ترلاسه شوي او په اړه یې پلټنې روانې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array