برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په پاکستان کې د افغاني پاسپورټونو د جعل او پلور لړۍ روانه ده

آریانانیوز: خبری سرچینو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د پاسپورټونو د تقاضا زیاتوالی د دې سبب شوی چې دغه سند د پاکستان په تور بازار کې جعل شي.


د راپورونو له مخې په افغانستان کې د پاسپورټونو د تقاضا د زیاتوالي او د هغوی د صادرولو ورو بهیر له امله په پاکستان کې د افغان پاسپورټونو د جعل او پلور تور بازار غوړېدلی دی.

د دغې سرچينې په وينا، افغان پاسپورټونه په پېښور کې چاپېږي او بيا افغانستان ته راوړل کېږي او له ۲۰۰ تر ۴۰۰ ډالرو پلورل کېږي.

د دغو سرچینو په وینا، افغان غوښتونکي معمولاً له دغو جعلي پاسپورټونو څخه پاکستان ته د تګ لپاره کار اخلي. د طالبانو موقت حکومت تر اوسه د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي