برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په هیواد کې د کنګو تبه ډېره شوې ده

د روان کال په جریان کې د عامې روغتیا وزارت د کنګو د تبې ۷۵ پېښې ثبت کړې دي چې دا شمېره د تېر کال د همدې مودې په پرتله ډېره شوې، د یادو ۷۵ کسانو له ډلې ۱۴ کسانو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


د کنګو تبه “وینه بهوونکې تبه” د انسانانو او حیواناتو شریکه ويروسي ناروغي ده چې د وينې، ناروغو حشراتو او له ناروغ سره د هر ډول اړيکې له لارې انتقالېږي.

روغتيایي متخصصين له خلکو غواړي چې د نوموړې تبې د نښو له ښکاره کېدو وروسته دې په مناسب وخت کې د یادې ناروغۍ د درملنې مرکزونو ته لاړ شي؛ ځکه دا مرض په لومړیو مرحلو کې د درملنې وړ دی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي معلوماتو د څانګې غړي ډاکترمحمد سلیم سها پژواک خبري اژانس ته وویل، په روان کال کې د کنګو د تبې ۲۸ پېښې په هرات، ۸ پېښې په کابل، ۶ پېښې په فاریاب، ۶ پېښې په بلخ او پاتې ۲۷ پېښې د هېواد په نورو ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د هغه په خبره، څلور کسانو په هرات، یو کس په کابل، دوه کسانو په فاریاب او دوه کسان په بلخ کې د یادې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه له جزيیاتو پرته وویل چې ۵ نور کسان د هېواد په نورو ولایتونو کې د کنګو د تبې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي دکره شمېرې له ویلو پرته زیاته کړه، د کنګو د ناروغانو دا ثبت شوی شمېر د تېرکال د همدې مودې پر پرتله ډېر شوی دی.
د ډاکتر سها د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۶ کال کې په ټولیز ډول په افغانستان کې د کنګو د ناروغۍ ۲۴۴ پېښې ثبت شوې وې.
نوموړي وویل چې تېر کال د ۲۴۴ کسانو له ډلې ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او ۹۰ پېښې يې د کابل او هرات په ولایتونو کې رامنځ ته شوې وې.
هغه له ۱۳۹۶ څخه د مخکې کلونو شمېر ونه ښود؛ خو د خبرونو په اساس په ۱۳۹۵ کال په هېواد کې ۱۶۶ پېښې ثبت شوې وې چې ۱۷ کسان یې وژلي وو.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د یادې ناروغۍ لومړنۍ پېښه په ۱۳۹۲ کال کې په افغانستان کې ثبت شوې ده.
ثبت شوې شمېرې ښيي چې یاده ناروغي په افغانستان کې د زياتېدو په حال کې ده.
د ناروغۍ د زیاتېدو لاملونه
روغتیايي متخصصین وايي،د کنګو تبه داسې ویروسي ناروغي ده چې په مستقيم ډول د غوماشو د چيچلو یا له ناروغ کس سره له اړيکې او په غیرمستقیم ډول د ناروغ حیوان له غوښې یا وينې سره له تماس(اړيکې) څخه روغ انسان ته انتقالېږي.
ډاکترمحمد سلیم دې خبرې ته په اشاره وویل: (( د یادې ناروغۍ ډېرېدل او کمېدل د ناروغو غوماشو او حیواناتو لکه غویی، پسه، وزې او نورو حیواناتو پورې تړلې دي؛ خو تر اوسه یادو حیواناتو ته د ویروس د انتقالېدو په اړه معلومات نشته.))
نوموړی وايي، د ناروغو حیواناتو د قربانۍ او غوښې پخولو پر وخت د وقايوي شرایطو په نظر کې نه نیول، په ښار کې د معیاري مسلخونو نه شتون، د رمو او کورنيو حیواناتو له بدن څخه د حشراتو د بېلولو د پروګرامونو نه شتون، د حیواناتو د سوداګرۍ پر وخت د ناروغو حشراتو انتقال، په کورونو یا غجلو کې د ناروغو حشراتو په وسیله د انسان چیچل له حیواناتو څخه انسانانو ته د ناروغۍ په انتقال کې رول لري.
د پژواک خبري اژانس د تېرکال د سلواغې میاشتې د خبر پر اساس، په پلازمېنه کابل کې هره ورځ له روغتيايي څېړنې پرته زرګونه حیوانات ذبح کېږي او یواځې په ۲۰۰۰ قصابيو کې د لسو کسانو له لوري د حیواناتو روغتیايي کتنه هم د دغې ناروغۍ د کابو کولو لپاره اغېزمنه نه شي واقع کېدلای.
د دغه خبر له مخې، د کابل ښار ډېری قصابان حیوانات په خپلو کورونو او دوکانونو کې حلالوي؛ ځکه په ښار کې یواځې دوه مسلخونه موجود دي چې یو يې دفاع وزارت ته ځانګړی شوی او یو بل د شخصي سکتور له لوري د ښار په لرې پرته سیمه ( کمپنۍ) کې کار کوي او د ټولو قصابانو لاس رسى ورته ستونزمن دی.
د کمپنۍ په مسلخ کې هم له ذبح کېدو مخکې د حیواناتو د روغتیايي معاینې امکانات نشته او په دې ښار کې د یو مسلخ شتون هم اړتیا نه شي پوره کولی.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د حيواني روغتيا رييس جهانګير مياخېل وايي چې په کابل کې د دوو مسلخونو او په بلخ، کندوز او کندهار ولايتونو کې د يو يو مسلخ د جوړېډو کار روان دی او په روان کال کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
هغه زياته کړه:” موږ پوهېږو چې دغه مسلخونه بسنه نه کوي او ستونزه نه حلوي، پلان لرو چې مالي امکاناتو ته په پام سره په نورو ولايتونو کې هم مسلخونه جوړ کړو.”
نوموړی دغه راز وايي چې ياد وزارت تېر کال د کنګو له منځه وړلو پروګرام پيل کړی او دغه پروګرام تر اوسه په ۱۷ ولايتونو کې تطبيق شوی او هڅه کېږي چې دغه پروګرام په ټولو ولايتونو کې تطبيق شي.
هغه دغه راز وويل چې تېر کال د کنګو ناروغۍ په ا ړه ۵۰۰قصابانو، مالدارانو او ملا امامانو ته پوهاوی ورکړل شوی او دغه بهير دوام لري.
وقایوي سپارښتنې
محمد سلیم سپارښتنه وکړه چې د حیواناتو د حلالېدو پر وخت د دست کش شتون د حیوان په بدن کې د ((اسیدوز)) حالت د رامنځته کېدو په موخه چې د ویروسونو د له منځه تلو سبب کېږي یو ساعت ورورسته د حیوان د پوست ایستل اړین دي.
د هغه په خبره،د حیواناتو د حلالېدو او د هغه د غوښې دپخېدو پر مهال د دست کش کارول، د کورنيو حیواناتو له بدن څخه د حشراتو جدا کول او له دست کش پرته د حیواناتو له بدن څخه د حشراتو د جداکول او یا د چاپېریال د دواپاشي، د شکمن ناروغ حیوان سره له اړيکې ځان ساتل، د هغه ونو تر سیوري لاندې له خوب کولو څخه ځان ساتل چې د اوړي پر مهال حیوانات هم هلته درېږي او په خپله د هغه شخص له لوري چې حشراتو چيچلی وي تر ۱۶ ورځو د بدن د تودوخې د درجې چک کول هغه موارد دي چې د یادې ناروغۍ د وقايې لپاره اړین دي.
د عامې روغتیا وزارت کړنې
د عامې روغتیا وزارت وياند ډاکټر وحیدالله مجروح وویل، د ولایتونو او مرکزونو په کچه په وړیا ډول په روغتونونو کې د ناروغانو لپاره د تشخیص او درملنې د امکاناتو برابرول، د طبي پرسونل او هغو کسانو لپاره چې له ناروغانو سره اړیکه لري د ځانګړو جامو رامنځ ته کول، په روغتونونو کې په وړیا ډول د ناروغۍ ضد درمل، د قربانۍ د اختر په ورځو کې او له هغه وروسته د یادې ناروغۍ د کمېدو لپاره د منظمو پلانونو رامنځ ته کول، د ناروغۍ د تشخیص او درملنې په موخه د روغتيايي کارکوونکو روزنه، د ناروغۍ د وقايې د ګواښ د له منځه وړلو موخه د ګټورو پروګرامونو رامنځ ته کول او د راډيوګانو او تلوېزیونونو له لارې د یادې ناروغۍ څخه د ځان ساتلو په اړه د پیغامونو نشرول هغه کړنې دي چې د عامې روغتیا تر سره کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي