برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۶ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په هوايي حمله کښې ګڼ ملکي وګړي مړه او ژوبل شول

آریانانیوز: دیو خبر له مخې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ باندې په هوايي حمله کښې ګڼ ملکي وګړي مړه او ژوبل شوي دي خو کره شمیره یې نه ده معلومه.


د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاء ا… افغان هم پرون ویلي وو چې د سنګین ولسوالۍ په یو کور باندې په هوايي حمله کښې د یوې کورنۍ دیارلس تنه وژل شوي او درې زخمي شوي دي.

د هلمند د والي دفتر تېره ورځ وويل چې په دغو عملياتو کې وسله والو مخالفيو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو وروسته والي په عملياتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله تاييد کړه.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره په دې اړه ويلي چې دولتي ځواکونو په تېرو درېيو ورځو کې په سنګين ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچينه زياتوي:”خو نن داسې راپورونه خپاره شوي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، ملي دفاع وزارت د اړونده راپورونو په اړه یو پلاوی ټاکلی ترڅو په دې اړه بشپړې او جدې پلتڼې وکړي او د پلټنو پایلې له ولس سره شریکې کړي.”

شریک یي کړئ!