برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په هلمند کی د راډیو یوکارکوونکی وژل

آریانانیوز: دیوراپور په اساس په هلمند کې د «سمون» په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو همکار «صفر محمد اتل» د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی
د هلمند ولایت د والي ویاند «عمر ځواک» وايي، صفر محمد اتل د چړې په ګوزارونو وژل شوی او مړی یې د لښګرګاه ښار په صافیانو سیمه کې موندل شوی
د نوموړي په قول، پېښه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده
بل لور ته د افغانستان له رسنیو د ملاتړ اداره «نی» د سمون راډیو د مسئول مدیر «حیات الله ساحل» له قوله وايي، چې اتل له یادې شوې راډيو سره د تخنیکي برخې د همکار په حیث دنده مخته وړله؛ خو لا څرګنده نه ده، چې نوموړی له راډیو سره د کار له امله وژل شوی او که د قتل بل لامل موجود دی
د ساحل په خبره، اتل تېر ماښام د مېلمستیا په بهانه له کوره ایستل شوی او تر هغه وروسته وژل شوی
یاده دې وي، چې افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی هیواد دی، چې یوازې تېر کال پکې له لسو زیات خبریالان وژل شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي