برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په ننګرهارکې هوایي میدان جوړول

آزیانانیوز: دیوراپورپه اساس د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ په ګمبيري دښته کې د نږدې اتيا ميليونه افغانيو په مالي لګښت په شاوخوا درې نيم زره جريبه ځمکه کې د ملکي هوايي ميدان د لومړۍ برخې چارې پيل شوې
ددې ولایت د رسنیو له دفتره کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي ، په دې پروژه کې د ميدان احاطه،فنس او امنيتي برجونو جوړول شامل دي چې د حکومت بوديجې څخه به يې چارې د ګلوبل اپرېشن شرکت له لورې د اته مياشتو په موده کې بشپړې شي
سرچینه زیاتوي د يادې پروژې بشپړيدو وروسته به د ميدان اساسي تاسیسات لکه رانوې،ټکسوۍ او د ترمینل تعمیر ‌‌‌‌‌‌چارې پيل شي.

شریک یي کړئ!