برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په مقر کې ۱۷تنو اربکیان طالبانوته تسلیم شول

د غزني په مقر ولسوالۍ کې ۱۷ تنو اربکیانو وسلې پر ځمکه ايښې او د طالبانو په لیکو ننوتي دي.


مقر ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي دې اربکیانو وروسته له هغه طالبانو ته د تسلیمۍ لاسونه پورته کړل، چې تر دې وړاندې يې ګڼو ملګرو هم وسلې پر ځمکه کېښودې.
طالبانو هم خپره کړې خبرپاڼه کې د اربکیانو د تسلیمۍ خبر ورکړی او ویلي يې دي، دوی د حقایقو په درک سره له خپلو دندو لاس په سر او «مجاهدینو ته تسلیم شول.»
طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې د دوی لنډ شهرت هم ذکر کړی دی.
مقر چې په غزني کې له اندړو وروسته د اربکیانو مهم مرکز یادېده له تېرو څو اوونیو راهیسې د طالبانو تر بریدونو او محاصرې لاندې دی.
څو ورځې وړاندې هم د دې ولسوالۍ ۲۳ تنه پولیس او اربکیان طالبانو ته تسلیم شول او مسلمان وژنې ته يې د پای ټکی کېښود.
د غزني ځايي چارواکو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې دی چې تازه د میدان وردګ ولایتي شورا په جلریز ولسوالۍ کې هم د ۹۰ تنو عسکرو د نیولو خبر ورکړی دی.
د دې شورا غړي شریف الله هوتک ویلي، چې پورته شمېر کسان له تجهیزاتو سره د طالبانو ګوتو ته ورغلي دي.
طالبان پخپلو لیکو کې د دعوت او ارشاد په نامه کمیسیون هم لري چې د مخابرو، لیکونو او مخامخ خبرو له لارې له بهرنیانو سره د همکارو جنګیالیو افغانانو سرونه ور خلاصوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي