برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په لاندې مواردو کې دبې طرفه علماٶ ملي اجماع ته اړتيا

۱. په افغانستان کې خارجي نظامي حضور نامشروع او هر قسم ملاتړ يې داسلامي شريعت له نظره حرام دى.
۲. په افغانستان کې روان جنګ نامشروع او دمسلمان وژنه د هر لورې چې وي حرامه ده.
۳. دجنګ خاتمه او دصلحې لپاره کار کول په ټولو اړخونو فرض دي.
۴. دبې ګناه خلکو زورول، په کورونو چاپې وهل، دماشومانو او زنانه و ډارول حرام او دانساني کرامت توهين دى.
۵. د مکتبونو، روغتونونو او عامه املاکو په نخښه کول او بې ګناه انسانان وژل او اختطافول نامشروع عمل دى.
۶. په ملت کې بې ديني خپرول او د رسنيو لخوا د فشحاء او منکراتو ترويج حرام دى.
۷. دچارو واګې فاسدو او مفسدو خلکو ته سپارل داسلامي شريعت څخه سرغړونه ده.
۸. قوانين غربي کول او ورځ تر بلې شرعي قوانين ګوښه کول دملت دعقيدې او ارزښتونو سپکاوى دى.
۹. په اوسنۍ بڼه ځان وژنه، انتحار او د دخلکو په منځ کې ځان الوزول هيڅ شرعي اصل نه لري او حرام عمل دى.
۱۰. دجګړې ټول هغه شکلونه چې دمشخص دشمن پرځاى عامو خلکو ته تلفات اړوي، ناروا عمل دى.
بې طرفه علماء دې د بې پرې ملي اجماع په شکل کې هيواد او ملت د اوسني کړکيچ څخه د راو يستلو هڅې پيل کړي او خپل اسلامي او ملي مسٶوليت دې پوره کړي.
دکتور رحمت الله زاهد

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي