برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په داخلي برید کې اوه حکومتی عسکر ووژل شول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د داخلي برید له امله ۷ تنه دولتي عسکر وژل شوي او بریدګر عسکر له یو شمېر وسلو او مهاتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوی دی
دا پېښه پرون غرمه د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ اړوند د شاهین قول اردو په یوه دفاعي پوسته کې رامنځ ته شوې ده
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، بریدګر عسکر ددوی نفوذي ملګری ؤ، چې له برید وروسته ۹ میله وسلو سره یوځای دوی ته ورغلی دی
«پرون غرمه د بلخ ولایت په شاهین قول اردو کې یو تن نفوذي مجاهد ۷ تنه عسکر ووژل او خپله نفوذي مجاهد له ۹ میله وسلو او ډيرو مهماتو سره روغ او سالم تر مجاهدینو پورې راورسید
د شنونکو په باور نفوذي بریدونه د طالبانو هغه تکتیک دی، چې له امله یې وخت ناوخته دولتي عسکرو ته درانه تلفات اوړي او د هغوی ترمنځ یې د باور فضاء هم سخته زیانمنه کړې ده، چې د پرلپسې هڅو سربیره دولت ددغو بریدونو په مخنیوي ناکام پاته شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي