برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۵ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ولسمشر غني سویس ته ولاړ

آریانانیوز: له ارګه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي. چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئيس محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د جنېوا په کنفزانس کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون په موخه سویس ته ولاړ.


خبرپاڼه زیاتوي، چې جمهوررئيس غني به ددغه سفر په ترڅ کې د کنفرانس په عمومي غون‌‌‌‌‌‌ډه کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون او وینا ترڅنګ د ګ‌‌‌‌‌‌ډون کونکو هېوادونو له مقاماتو سره دوه اړخیزې کتنې ولري.
ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د جنېوا دغه دوه ورځنی کنفرانس سبا سې شنبې پرانیستل شي.
د راپورونو له مخې، په دغه کنفرانس کې به د سیمې او نړۍ یوشمېرهېوادونه او څو نړیوال سازمانونه ګډون وکړي.
ویل کېږي چې په دغه کنفرانس کې به د افغانستان په اړه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ژمنې وارزول شي.
د ارګ ماڼی چارواکو تر دې مخکې ویلي و، چې په دغه کنفرانس له ولس او نړیوالې ټولنې سره د حکومت ژمنې او همداراز له افغانستان سره یې د نړیوالې ټولنې ژمنې ارزول کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array