برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په ترکیه کې له دوستم سره د صلاح الدین رباني کتـنه

د بهرنیو چارو وزیر او د دوستم او محقق د «نجات افغانستان» اپوزیسون غړي صلاح الدین رباني له جنرال دوستم سره ليدلي دي.


دوستم چې پر ایشچي د جنسي تېرې له هڅې وروسته په ترکیه کې شپې سبا کوي، وړاندې تر دې له محقق سره هم خبرې کړې وې.
صلاح الدین رباني پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې له دوستم سره يې د هېواد پر سیاسي او امنیتي مسایلو خبرې کړې دي.
رباني په داسې حال کې له دوستم سره ويني، چې تازه د را روانو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې لړۍ پیل شوې ده او د دوستم د بېرته راتګ اړوند څرګندونې دوام لري
اوونۍ وړاندې د ترکیې لومړي وزیر کابل ته د خپل سفر پر مهال په ارګ کې له محمد اشرف غني سره هم د دوستم پر راتګ خبرې کړې، ویل کېږي په نږدې وخت کې به کابل ته راشي.
صلاح الدین رباني چې د جمعیت ګوند مشري پر غاړه لري د بهرنیو چارو د وزیر په توګه پر دنده سربېره د حکومت ضد اپوزیسون غړی هم دی.
وړاندې تر دې د دوستم زوی باتور دوستم هم خبر ورکړی و، چې پلار به يې ژر کابل ته راشي، د ده په وینا هغه وړاندې لا د راتګ نیت درلود، خو په ارګ کې يې «ځينې کړۍ» پر وړاندې خنډ وې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي