برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په انتخاباتوکې له بائیومیټرک سسټم څخه استفاده نه کول

آریانانیوز: د ولسمشرۍ دانتخاباتو یو شمیرکاندیدانو وئیلی دی،په انتخاباتو کې له بایئو میټرک سسټم څخه استفاده نه کول په راتلونکو انتخاباتو کې د درغلۍ زمینه هواروی چې باید مخه ئې ونیول شی .



دافغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو یوه کاندید نورالحق علومی وئیلی دی،له بائیو میټرک سسټم څخه استفاده دانتخاباتو یوقانون دی،پر دې اساس،باید د رای د ورکونکو دنامو په ثبتولو کې هم له دغې ټیکنالوجۍ استفاده وشی .
یوه بل کاندید عبدالطیف پدرام هم وئیلی دی ، که دکابل حکومت ددغه قانون داجرا لپاره هڅه ونه کړی ،نو انتخابات به په شفاف ډول ترسره نشی ..
همداراز دافغانستان دملی امنیت پخوانی سلاکار او دراتلونکو انتخاباتو بل کاندید حنیف اتمرهم ټینګارکړی،باید ددغه هیواد دولسمشرۍ په انتخاباتو کې د انتخاباتی اصلاحاتو درست وړاندیزونه په نظر کې ونیول شی . .
د افغانستان دانتخاباتو کمیشن په همداوروستیو کې له بائیو میټرک سسټم څخه له استفادې پرته د ولسمشرۍد انتخاباتو د ترسره کیدا داحتمال خبر ورکړی دی .ټاکل شوې ده،د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات له دوه ځله له ځنډیدو وروسته او د اتلسوکاندیدانو په سیالۍسره د راتلوتکی ستمبر په ۲۸نیټه ترسره کیږی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي