برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۱ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په افغانستان کې د ګډو عملیاتو په اړه د امریکا او هند موافقه

آریانانیوز: د امریکا او هند د بهرنیو چارو د وزارتونو د تروریزم ضد چارواکو جان ګوډفري او مهاویر سینګوی په واشنګټن کې په یوه غونډه کې د افغانستان پر وروستیو امنیتي حالاتو خبرې وکړې.


د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دواړو لورو موافقه وکړه چې په افغانستان کې د القاعده، داعش، لشکر طیبه او جیش محمد په څېر تروریستي ډلو سره په ګډه مبارزه وکړي.

د اعلامیې له مخې دواړو لورو ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرو د پټنځای او نورو هېوادونو ته د ګواښ په توګه ونه کارول شي.

په اعلامیه کې پر طالبانو هم غږ شوی چې ډاډ ورکړي چې افغانستان به د ترهګرو ډلو په روزنځای بدل نه شي.

ویل کېږي چې دا غونډه د ترهګرو ډلو پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه د دواړو هېوادونو د ګډې کاري ډلې ۱۸مه ناسته ده.

هند یوازینی هیواد دی چې د افغانستان د پخواني حکومت تر نسکوریدو وروسته تر بل هر هیواد ډیر اندیښمن دی چې افغانستان به د ترهګرۍ د روزنځای په توګه وکارول شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي