برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي استازي ټاکل

آریانانیوز: په پاکستان کې د ایټالیا هیواد پخوانی سفیر ستیفانو پونتیکورو په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي استازي په حیث ټاکل شوی دی.
د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» په همدې اړه پر ټویټر لیکلي، چې د ستیفانو په ګمارلو خوښ دی او نوموړی به خپله دنده د راتلونکې جون میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته پیل کړي.
نوموړي ددې تر څنګ غږ کړی، چې ټول لوري باید د سولې د راتګ او د کرونا د مهارولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د دې مخکې په افغانستان کښې دغه دنده نیکولاس کی ترسره کوله.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي