برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ اسفند , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په افغانستان کې د موقت حکومت جوړولو لپاره د روسیې ملاتړ

آریانانیوز: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي ، مسکو په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت له جوړولو ملاتړ کړی او دا د طالبانو د ادغام لپاره منطقي لاره ده...


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل چې د یوه ټول شموله حکومت جوړیدل د افغانستان په سوله ایز سیاسي فضا کې د طالبانو ادغام لپاره منطقي حل دی.

هغه زیاته کړه ، په هرصورت ، دا پریکړه باید پخپله د افغانانو لخوا وشي او دا موافقه باید د ملي پخلاینې برنامې او خبرو اترو له لارې تر سره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ تل د لنډمهاله حکومت له جوړولو سره مخالفت کړی دی. ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي دي چې د هیواد په سیستم کې هر ډول بدلون باید د ټاکنو له لارې ترسره شي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم وویل چې هره موافقه باید د نړیوالې ټولنې لخوا تضمین شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي