برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان کې د عمران خان د لاس وهنې پالیسي

آریانانیوز: د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي، عمران خان دې په افغانستان کې د لاس وهنې پالیسي ختمه، نا مسولانه څرګندنې دې نه کوي، افغان حکومت له پاکستانه غوښتي چې د یوه خپلواک هېواد په توګه دې ورته درناوي وکړي او له نامسوله څرګندونو څه دې ډ ډه وکړي.



د بهرنیو چارو وزارت ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلی، د پاکستان له لومړي وزیر څخه یې دا هیله نه درلوده چې د دریم ځل لپاره دې په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت په اړه څرګندونې وکړي.
هغه پرون رسنیو ته په خبرو کې، له پاکستان څخه غوښتي چې افغانستان ته د یو خپلواک هېواد په توګه احترام وکړي او په دې اړه دې د نامسؤلانه څرګندونو څخه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې عمران خان تېره ورځ په یوه غونډه کې د درېیم ځل لپاره په افغانستان کې د موقت حکومت وړاندیز یو ځل بیا تکرار کړی او ویلی یې دي چې زه افغانانو ته د ورورۍ مشوره ورکوم، هغه دا ده چې په افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت جوړ شي تر څو دغلته سوله ټینګه شي.

شریک یي کړئ!