برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بريتانيا له روسيې د ۲ مشکوکو کسانو د ورسپارلو غوښتنې ته چمتووالى نيسي

آریانانیوز: بريتانيا له روسيې څخه د دوو مشکوکو کسانو د ورسپارلو غوښتنې ته چمتووالى نيسي.



د ګارډين ورځپاڼې په حواله، دغه دوه کسان په بريتانيا کې د روسيې پر يوه پخواني جاسوس د اعصابو په فلجوونکو موادو په حمله تورن دي.
ځينو حکومتي او امنيتي سرچينو ورځپاڼې ته ويلي، بريتانوي څارنوالانو د تورنو کسانو د ورسپارلو درخواست بشپړ کړى چې روسيې ته به وسپارل شي.
خو په بريتانيا کې د روسيې سفارت وايي، دغه درخواست‌يې لا نه‎دى ترلاسه کړى.
بريتانيا غواړي هغه تورن کسان د روسيې له‎خوا وروسپارل شي چې د روسيې پر يوه پخواني جاسوس د اعصابو په فلجوونکې ماده په حمله تورن دي.
ګارډين ورځپاڼې راپور ورکړى چې د بريتانيا سلګونه پوليسو او استخباراتي مأمورانو بريتانيا ته د دغو دوو روسانو له داخلېدو نيولې د دوى تر تګ پورې د دوى د خوځښتونو او فعاليتونو په اړه معلومات راټول کړي دي.
د بريتانيا اسوشیټېډ پرس اژانس تېره مياشت راپور ورکړى و چې پوليسو دوه روسان چې په سالزبري کې د روسيې پر پخواني جاسوس سرګي سکريپال او د هغه پر لور يوليا د اعصابو په فلجوونکې ماده د حملې شک ورباندې کېږي، پېژندلي دي، خو دغه راپور رسماً تأييد شوى نه‎دى.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي