برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان کی د امریکا پرباندی اقدام نیوکه

آریانانیوز: دیورپوټ په اساس په پارلمان کښې د ننګرهار ولایت د خلکو استازی عبدالروف شپون وویل د امریکا ترټولو ستر غیر اټومی بم د ننګرهار ولایت د خلکو لپاره زیات ټولنیز تاوانونه لرلی دی
هغه نن د پارلمان په ښکاره غونډې کښې وویل د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوبه په زهرجنو موادو ککړې شوی دی او په دغه ولسوالۍ کښې کرهڼیزې ځمکې نور محصول نه ورکوی .
د افغانستان د پارلمان استازی عبدالروف شپون د بمونو د مور د غورځولو له کبله تاوانی شویو کورنیو ته د امریکا لخوا د ګرمې د ورکولو او د دغه بم د عوارضو په هکله د ډیرو تحقیقاتو د ترسره کولو غوښتنه کړی ده .
د افغانستان د اچین ولسوالۍ خلک وایی په دغه ولسوالۍ د امریکا لخوا د بمونو د مور له غورځولو وروسته په خلکو کښې ډول ډول د پوستکی ، روانی او حتی د سرطان ناروغیانې خپرې شوی دی .
د بمونو مور داسې بم دی چې د افغانستان خلکو او د پارلمان استازیو یې د هغه د عوارضو په هکله د تحقیق غوښتنه کړی ده .
دا په داسې حال کښې دی چې د امریکا عسکر هره ورځ په متوسطه توګه د افغانستان په بیلابیلو سیمو دیرش بمونه غورځوی .
د امریکا پوځیانو دوه کاله مخکې د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته نږدې په« اسد خیل» کلی باندې خپل ترټولو ستر غیر اټومی بم غورځولی وو چې له کبله یې خلکو ته یوشمیر تاوانونه رسیدلی وو .

شریک یي کړئ!