برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پنځه رومانیايي عسکر په چاودنه کې ټپیان شول

آریانانیوز: دیورپوټ په اساس د مې په ۲۴مه پنځه رومانیايي عسکر د ماین په چاودنه کې ټپیان شوي دي.


د رومانیا دفاع وزارت ویلي چې عسکرو یې له امریکايي پوځیانو سره یوځای ګزمه کوله.
چاودنه د غرمې په دولس نیمو بجو شوې، خو دقیق ځای یې نه دی ښودل شوی.
ټپیان په هليکوپټرو کې په کندهار کې د نړیوالو ځواکونو د پوځي اډې روغتون ته لېږدول شوي او ښه دي.
د رومانیا عسکر په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې خدمت کوي.
دا په یوه میاشت کې دوهم وار دی چې د رومانیا پر عسکرو داسې خونړۍ حمله کېږي.
د مې میاشتې په شپږمه هم دوه رومانیايي عسکر په افغانستان کې ټپیان شوي وو.
د رومانیا ولسمشر کلاوس یوهانس له خپلو عسکرو مننه کړې چې په صداقت او تعهد خدمت کوي.

شریک یي کړئ!