برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر طالبانو د برید پر وخت د ولسي خلکو پروا مه کوئ

کابل نیوز تلویزون د واشنګټن پوسټ پر حواله وايي، امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د طالبانو د وژنې لپاره باید د ولسي خلکو پروا ونه کړي.



د سرچينې په وینا ټرمپ وروسته له هغه دا امر وکړ، چې پر یوه ویډيو يې سترګې ونښتي، چې د دوی ځواکونه د یو کور د دروازې مخې ته د طالب د راوتلو په پلمه ناست دي، ټرمپ حیرانېږي چې ولې پر کور برید نه کوي؟
ارګ د ټرمپ د دې امر په اړه څه نه دي ويلي، خو په افغانستان کې د بشري حقونو نړیوال سازمان وايي دا د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.
د دې سازمان مشر لعل ګل لعل وايي، ټرمپ ويلي چې که جګړه کوونکي د خلکو په منځ کې وي، خلک هم ورسره په نښه کړئ، د ده په وینا دا د بشري حقونو او جنګي اصولو خلاف کار دی.
د ولسي جرګې ځينو غړو هم د ټرمپ له لوري دا امر ناسم بللی دی او په وینا يې بدې پایلې به ولري.
د ولسي جرګې غړي نادرخان کټوازي سرچينې ته ویلي، طالبان پخپلو کورنو کې نه وي، که وي هم؛ له هغوی سره یو ځای د مېرمنو او ماشومانو وژل سم کار نه دی.
ټرمپ چې د تېر میلادي کال په وروستیو کې يې خپله جنګي ستراتېژي اعلان کړه، د ولسي مرګ ـ ژوبلې په اړه تر بارک او باما او د دې جګړې د پیلوونکي بوش په پرتله هم زړور ښکاري.
سره له دې چې امریکايي ولسمشر اوس دا امر کړی دی، خو تر دې امر وړاندې هم د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بمباریو کې یوازې په تېرو څو میاشتو کې سلګونو تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.
تېره اوونۍ یوازې په کندوز کې د افغان هوايي ځواکونو په بمبار کې شاوخوا ۱۷۰ تنه ولسي وګړي ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپيان شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي