برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پرونۍ چاودنه کې ۶۸ تنه وژل شوي او ۱۶۵نور ټپیان دي

آریانانیوز: د ننګرهار ځايي چارواکو په شینوارو کې د تېرې ورځې د خونړۍ چاودنې وروستي تلفات په ډاګه کړل.


د دوی په وینا په پرونۍ پېښه کې ټول ۶۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۶۵ نور ټپیان دي.
پرون د مومند درې ولسوالۍ ګڼو اوسېدونکو ډکه سیمه کې د اربکیانو پر ضد لاریون وکړ، چې چاودنه پکې وشوه.
د شینوارو قومي مخورو ویل سیمه کې اربکی قومندان بلال پاچا ورسره ظلم کوي او حکومت يې غږ نه اوري.
د ننګرهار د عامې روغتیا ویاند انعام الله مياخېل رسنیو ته ويلي، چې روغتون د پېښې له ځایه ۳۳ جسدونه ور وړل شوي، د ده په خبره ۳۵ نور جسدونه د پېښې له سیمې خپلو کورونو ته وړل شوي دي.
طالبانو دغه برید غندلی او په ډاګه کړې يې ده، چې ملکي وګړي باید ونه وژل شي.
ذبيح الله مجاهد په دغه بريد کې لاس لرل رد کړي او زياته کړې يې ده، چې دوی پر عامو خلکو شوی برید غندي.
تر اوسه د پېښې په تړاو پخپله اربکي قومندان بلال پاچا رسنیو ته څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي