برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۶ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

پاکستان کې دې د افغان مهاجرينو ستونزو حل ته جدي پاملرنه

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی پاکستان کې د افغان مهاجرينو استازو د مهاجرینو د ستونزو د حل په موخه له پاکستاني حکومت او نړیوالې ټولنې څخه د جدي او بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده
دا غوښتنه پاکستان کې د افغان مهاجرينو د ستونزو حل کمېټې مشر حاجي ارسلا خان خروټي پېښور کې يوې خبري ناستې ته کړي او ویلي یې دي چې، د دوی کمېټې د کرونا ويروس د مخنيوي په اړه په ګڼو مهاجر کمپونو کې د عامه پوهاوي او خوراکي توکو د ويش سربېره زرګونو کسانو ته ماسکونه، دستکشې، د لاس مينځلو مواد او د پوهاوي بېنرونه او پوسټرې تقسيم کړي دي
خروټي دغه راز وویل، چې د افغان مهاجرينو د ستونزو حل کمېټه دوه اساسي موخې لري: يوه يې پاکستان کې د مهاجرينو باعزته پاتې کېدل او دوهمه د دې مهاجرينو خپل هېواد ته باعزته ستنېدل دي
د کمېټې مشر دې خبري ناستې ته د وينا پر مهال د پاکستان له ولس او حکومته هم مننه وکړه، چې له تېرو څلورو لسيزو راهيسې يې په ډېره مينه د مهاجرينو ميلمه پالنه کړې، خو زياته يې کړه، چې لا هم يو شمېر ستونزې شته، چې بايد چارواکي ورته پاملرنه وکړي
د ارسلاخان په وينا، پاکستان کې د مهاجرينو د POR مهاجر کارډونو موده په ۲۰۱۵ کې پای ته رسېدلې، که څه هم د پاکستان حکومت يې په موده کې وخت پر وخت لنډمهالې توسيع کوي؛ خو دې کار افغان مهاجرين له یو شمېر ستونزو او بې باورۍ سره مخ کړی دي، ځکه یې غوښتنه يې وکړه، چې افغانستان کې د تلپاتې سولې او کراري تر راتلو دې پاکستان کې افغان مهاجرينو ته د پاتې کېدو اجازه ورکړل شي
نوموړي زياته کړه، چې افغان مهاجرين په خپلو کیمپونو کې د تعليم، صحت او پاکو اوبو سربېره له يو شمېر نورو ستونزو سره مخ دي او حکومت دې په دې اړه جدي توجه وکړي
د کمېټې مشر دا هم وويل، چې د تورخم او چمن دروازو د تړل کېدو له امله زرګونه افغان مهاجرين(چې کورونه یې په پاکستان کې دي) په افغانستان کې بند پاتې دي او غوښتنه يې وکړه، چې مهاجرينو ته دې په مهاجر کارډ خپل هېواد ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي او همدارنګه دې افغانانو ته د ويزې ورکړه او پاکستان کې د پاتې کېدو موده کې اسانتيا او زياتوالی راشي
ښاغلي خروټي ددې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې افغان مهاجرينو ته دې له پاکستانه د حج او عمرې ادا کولو او افغان سوداګرو ته سوداګريز جوازونه ورکړل شي
باید وویل شي چې پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل کمیټې تردې وړاندې هم پاکستاني حکومت او نړیوالې ټولنې سره د مهاجرینو ستونزې شریکې کړي او د هغوی د حل لپاره یې خپلې ځلې جاري ساتلي دي.

شریک یي کړئ!