برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ مهر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

پاکستان ته د ملي پخلاینې عالي شورا د رئیس سفر

آریانانیوز: زموږ د هیواد د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ، د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته روان شو...


عبدالله عبدالله د دوشنبې په سهار (د میزان په 7 مه) د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه اسلام اباد ته ولاړ.

د ملي پخلاینې عالي شورا وايي چې ډاکټر عبدالله به د خپل سفر په لړ کې د پاکستان له مشرانو سره د افغانستان د سولې د هڅو په اړه خبرې وکړي.

په اسلام اباد کې ، ټاکل شوې ده چې ښاغلی عبدالله د ولسمشر عارف علوي ، عمران خان لومړي وزیر، اسد قیصر د استازو مجلس رییس، شاه محمود قریشي د بهرنیو چارو وزیر او قمر جاوید باجوه؛ د پاکستان د وسله والو ځواکونو لوی درستيز سره وګوري.

شریک یي کړئ!