برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پاکستان او افغانستان ترمنځ ګډه پوله

آریانانیوز: د بهرنیو چارو چارو وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازې تر پرانیستلو وروسته وویل، چې ډیورند لین د دواړو هېوادونو په منځ کې د رسمي کرښې په توګه نه پيژني
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د سپټمبر پر۲۱مه «تله۳۰مه» په یوې اعلامیې کې په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې غیر مسؤولانه بللي دي
په یاده اعلامیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې ورته څرګندونې د افغان سولې په اړه روانې هڅو او همکاریو ته زیان رسوي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اړه تازه بحثونه یو ځل بیا پر داسې مهال راپورته کېږي، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ۲۴ ساعتونو لپاره د تورخم دروازې د پرانیستلو پر مهال د پاکستان لخوا پر چمتو شوي «بنر» ډیورند کرښه د رسمي سرحد په توګه یاده شوې وه
د پاکستان لخوا ډیورند کرښې ته د رسمي پولې نوم ورکولو هغه مهال هم سخت غبرګونونه را وپارول، چې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې ډیورند کرښه په رسمیت نه پيژني
تر دې مخکې د افغان حکومت ویاند صدیق صدیقي هم د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې افغان حکومت ډیورند کرښه په رسمیت نه پيژني.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي