برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

پاکستان: افغان کډوال په ټاکنو کې د لاسوهنې حق نه لري

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد په ټاکنیزو کمپاینونو کې دې برخه نه اخلي.


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې میشتو افغان مهاجرینو ته خبرداری ورکړی چې د دغه هیواد په ټاکنیزو کمپاینونو کې ګډون ونه کړي.

دغه وزارت ویلي دي چې افغان مهاجرین آن د سند په درلودلو سره اجازه نه لري چې د سیاسي فعالیت او د انتخاباتو د کاندیدانو ملاتړ وکړي. پاکستان خبرداری ورکړی چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي او په مستقیم ډول به له دغه هېواده وایستل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې هر هغه افغان چې په پاکستان کې په دا ډول فعالیتونو کې لاس ولري، د قانوني وضعیت په پام کې نیولو پرته له هېواده ایستل کېږي.

په همدې حال کې دغه وزارت د دغه هېواد اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د بهرنیو اتباعو په کار ونه ګوماري او د کار په موندلو کې ورسره مرسته ونه کړي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د پاکستان عمومي انتخابات د راتلونکي کال د فبرورۍ په اتمه ترسره شي.

باید وویل شي، چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د پاکستان حکومت له یو میلیون څخه د زیاتو افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي