برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۴ دی , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

پاکستاني رسنۍ: د نړیوالو مکلفیتونو له مخې باید اسلام اباد د افغان کډوالو ملاتړ وکړي

آریانانیوز: د پاکستان ډان ورځپاڼې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي شخړې ته په اشارې سره لیکلي چې د پاکستان حکومت باید د خپلو نړیوالو مکلفیتونو پر بنسټ د افغان کډوالو ملاتړ وکړي.


دې ورځپاڼې د دغه راپور په خپرولو سره لیکلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي ستونزې باید د مهاجرینو د څنډې ته کیدو لامل نه شي.

د راپور د شمېرو له مخې په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي. شاوخوا ۱.۴ میلیونه او ۸۴۰ زره نور پناه غوښتونکي د پاکستان لخوا صادر شوي کارتونه لري.

ویل کېږي چې ۷۷۵ زره افغان کډوال له رسمي اسنادو پرته اوسېږي.

د ډان ورځپاڼې لیکوال سکندر احمد شاه ټینګار کړی، چې پاکستان باید د افغان کډوالو په څېر د زیانمنونکو کسانو د ساتنې لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو اوونيو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر پوله ترینګلتیا زيات شوى او د دواړو غاړو تر منځ څو ځلې نښتې هم شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي