برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۲ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پاکستان، ایران او روسیه دې د افغان سولې پروسې ملاتړ وکړي

ناټو سازمان د خپلې سرمشریزې غونډې په اعلامیه کې له ایران، پاکستان او روسیې غوښتي چې د افغان سولې پروسې ملاتړ وکړي.



دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د ناټو سازمان د سرمشریزې د لومړۍ ورځې له مهمې ناستې وروسته خپره شوه.
دغه اعلامیه ۶۵ مادې لري چې په ۵۳ مه ماده کې يې د افغانستان په اړه څرګندونې شوې دي.
په دې ماده کې راغلي چې ناټو په افغانستان کې د دوامداره سولې او امنیت لپاره ژمن دی، په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموریت په ښه ډول روان دی او ښې لاسته راوړنې لري.
د ناټو د اعلامیې په دې ماده کې زیاته شوې، لکه څنګه چې افغان حکومت د سولې او ملي پخلاینې لپاره هلې ځلې کوي، ناټو به تر ۲۰۲۴ کال پوره د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي.
ناټو د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د افغان سولې پروسه کې مهم رول ولوبوي.
یاد سازمان پر دغو هېوادونو غږ کړی چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له افغان حکومت سره مرسته، د سولې له پروسې او اقتصادي پرمختګونو یې هم ملاتړ وکړي.
دغه سازمان په ځانګړې توګه له پاکستان، ایران او روسیې وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ وکړي.
ټاکل شوې ده سبا د دې ناستې په دویمه ورځ د افغانستان په اړه ځانګړی بحث وشي.

شریک یي کړئ!