برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټاکنې؛ د نوماندانو ابتدايي لیست خپور شو

د ټاکنو کمیسیون په راتلونکو ټاکنو کې د پارلمان لپاره د نوماند شویو کسانو ابتدايي لیست خپور کړ.


ټاکل شوې وه، چې دغه لیست د چنګاښ په اوومه خپور شي، خو د ټاکنو کمیسیون مشر وايي د ځينو لرې پرتو ولایتونو د نوماندانو معلومات ورته ناوخته ورسېدل.
د ټاکنو کمیسیون د مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد په وینا د پارلمان او د ولسوالیو شوراګانو لپاره شاوخوا ۶ زره فورمې ډکې شوې دي، چې ۲۴۵۴ تنو ولسي جرګې او ۳۷۳۱ تنو د ولسوالیو شوراګانو ته ځانونه نوماند کړي دي.
دغه سرچینه وايي چې شاوخوا ۷،۳ میلونه تنو د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې ده.
د ټاکنو کمیسیون په وینا هغه کسان په ابتدايي لیست کې نه دي راوړل شوي چې یا يې د زده کړو اسنادو ستونزه درلوده یا يې هم د ملاتړو راټولې کړې تذکرې جعلې تسلیم کړې وې.
ټاکل شوې ده راروانې ټاکنې د تلې میاشتې په وروستیو کې وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي