برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۱ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

يو امريکايي سرتېرى وژل شوى

په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ويلي چې د دغه هېواد په ختيځ کې یې د نښتې پر مهال يو سرتېرى وژل شوى دى.


په کابل کې د دغو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه پرون د افغانستان په ختيځ کې رامنځته شوې، خو د پېښې کره ځاى يې نه دى په ډاګه کړى.
سرچينې زياته کړې چې په رامنځته شوې نښته کې يو امريکايي سرتېرى وژل شوى او یو بل ټپي دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې نښته کې يو شمېر افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينې ويلي چې ټپي سرتېرى د بګرام هوايي ډګر ته لېږدول شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان نيکولسن د خپل سرتېري پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې ده.
د يادونې ده، پرون په کندهار ولايت کې هم د يوه ځانمرګي بريد پر مهال د ناټو ٨ رومانيايي سرتېري ټپيان شوي وو.
په روان کال کې په افغانستان کې درې بهرني سرتېري وژل شوي چې ټول يې امريکايان وو.

شریک یي کړئ!