آریانانیوز: ولسمشرۍ ماڼۍ پکتیکا ولایت ته د ولسمشر د سفر په اړه یوه اعلامیه خپره کړې...
د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د عمومي وضعیت د څیړلو لپاره د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ (د تله12 مه) پکتیکا ولایت ته سفر وکړ.
د ارګ د اعلامیې په اساس ، ولسمشر غني به د دې سفر په جریان کې له ملکي او نظامي چارواکو ، مشرانو ، مخورو خلکو ، عالمانو ، ښځو ، ځوانانو او د دغه ولایت له خلکو بیلابیلو برخو سره وګوري.