برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هيڅ نوماند نوم لیکنه نه ده کړې

د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي چې د نوماندانو لپاره د نوم لیکنې د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم په پنځو ولایتونو کې هیڅ نوماند خپل نوم نه دی لیکلی.



د سرچینې په وینا، په غزني، کاپیسا، تخار، کندوز او جوزجان کې تر اوسه پورې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو ته هیڅ نوماند خپل نوم نه دی لیکلی.
د دوی په خبره په دې ټولو ولایتونو کې د نوم لیکنې ځنډ، خپل علتونه لري، خو په ډېرو کې يې ټاکنیز دفترونه د خلکو له اعتراضونو سره مخ دي.
په غزني کې له یوې نیمې میاشتې راهیسې د ټاکنو کمیسیون دفتر تړل شوی او په اړه يې تر اوسه هیڅ اقدام نه دی شوی.
په کندوز کې د نا امنۍ او ګڼو نورو علتونو له امله د رایه ورکوونکو لپاره هم نیم مرکزونه بشپړ تړلي پاتې دي.
د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې په ټول هېواد کې ۱۵۰۵ تنو نوماندانو پارلماني او ۱۲۵۱ تنو د ولسوالیو شوراګانو لپاره نومونه لیکلي دي، چې ۲۳۶تنه يې ښځې دي.
د شنونکو په باور روان وضعیت ته په کتو پر ټاکنیزه پروسه ولسي باور صفر ته په ښکته کېدو دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي