برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ حوت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

هرات کې د سرطان د ناروغانو شمېر زیات شوی دی

په هرات ولایت کې د سرطان ناروغۍ پېښې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتې شوې دي.


د “آنکولوژي” یا د سرطاني ناروغیو څانګې مشر فاروق احمد صدیقي د تېر کال په پرتله په سرطان د اخته کسانو شمېر ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی او زیاته کړې یې ده، چې د دغو ناروغیو تر ټولو عام د سینې او د مرۍ سرطان دی.

دغه معالج داکټر وايي: د سرطان ناروغي نوره هم عام شوې او کورنۍ باید طبي پاملرنې ته پام وکړي.

صديقي د دې خبرې په کولو سره چې په تيرو څلورو کلونو کې څه ناڅه ١٦ زره تنه په سرطان اخته کسانو د هرات ولايتي روغتون ته مراجعه کړې ده، صديقي څرګنده کړه: په هرات کې د سرطان د ناروغانو دغه ٣٠ سلنه زياتوالى د اندېښنې وړ دى.

په هرات کې د آنکولوژي څانګه یا د سرطان د تشخیص مرکز ۱۶ بسترونه لري، خو د دې ادارې چارواکي وايي، د سرطان ناروغانو د ۳۰ سلنه زیاتوالي له امله د دې څانګې ظرفیت ۱۰۰ بسترونو ته لوړولو ته اړتیا ده.

صديقي دا هم وويل، چې د کيموتراپي مرکز، دعملياتو خونې او راديوتراپي په څېر اسانتياوو ته اړتيا ده، څو دغه ناروغان ژر تر ژره تر تر درملنې لاندې راشي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه