برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کابل پوهنتون کښې د دري فارسۍ ژبې او ادبياتو د څانګې د جوړولو تفاهم ليک لاسليک

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې په کابل کښې د ايران د سفارت د کلتوري مرکز مشر رضا ملکي د دغه تفاهم ليک له لاسليکولو وروسته وويل، د دري فارسۍ ژبې او ادبياتو څانګه به د فارسي ژبې او ادبياتو تحقيقاتي مرکز، د ايران کلتوري مرکز، د کتاب نندارتون او د ايران کوټه ولري.


د کابل پوهنتون مشر حميدا… فاروقي هم د دغه تفاهم ليک له لاسليکولو وروسته د دري فارسۍ ژبې او ادبياتو ته په پاملرنه کښې د ايران د کوششونو په قدرونې سره وويل، د دري فارسۍ ژبې او ادبياتو زمکه او نقشه چمتو شوې ده او اټکل کيږي د جوړونې او ابادونې کارونه به زر شروع شي.
دغه څانګه ټاکل شوې ده په کابل پوهنتون کښې د يو زر دوه سوه محصيلينو په ظرفيت سره جوړه شي.
د دغه تفاهم ليک د لاسليکولو په مراسمو کښې د ايران لخوا درې سوه علمي، سائنسي او پوهنتوني کتابونه د کابل پوهنتون ته ډالۍ کړې شول.

شریک یي کړئ!