برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نږدې۳۰ عسکر د طالبانو تر محاصرې لاندې

آریانانیوز: د فاریاب ځایي چارواکي وايي چې د دې ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د عامه نظم ۲۷ عسکر د طالبانو د ټوپکو تر شپېلیو لاندې دي.



د ځايي سرچینو په حواله وايي، دغه عسکر د دولت اباد او شیرین تګاب تر منځ د شیرین تګاب ولسوالۍ اړوند ساحه کې د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.
د سرچينې په وینا محاصره عسکرو ګواښ کړی چې که مرسته ور ونه رسېږي، نو ژوندي به د طالبانو په ګوتو ورشي.
د ملي دفاع وزارت هم په یاده سیمه کې د ځواکونو محاصره منلې او دعوه کوي چې د خلاصون لپاره يې هڅې روانې دي.
سرچینه د دې وزارت په حواله وايي چې د محاصره عسکرو د خلاصون په پلمه يې ځانګړي ځواکونه سیمې ته لېږلي دي.
طالبانو د محاصره عسکرو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې دی چې نن د غزني په جغتو او د لوګر په ازره کې هم د طالبانو په بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي