برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نړیوال هوايي ډګر کې نوی رادار سیستم

آریانانیوز: محمد اشرف غني نن په نړیوال هوايي ډګر کې نوی رادار سیستم فعال کړ.


د افغانستان د هوايي چلند ادراې مشر محمود شاه حبیبي ويلي له دې سره د هوايي ډګر واک هم افغانانو ته وسپارل شو.
هغه دعوه کړې چې په ټول هېواد کې فضايي کنټرول د افغانانو واک ته ورغی او د راتلونو او تلونکو الوتکو څار کولی شي.
حبیبي هم دا ويلي چې پر دې سیستم ټول درې میلیونه ډالر لګول شوي دي، خو پر دې سربېره به هر کال لس میلیونه ډالر لګښت هم وغواړي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان له فضايي حریم نه هره ورځ د ۳۰۰ -۴۰۰ تر منځ الوتکې تېرېږي، چې د نوي سیستم له فعالېدو سره باید افغانستان ته ۷۰۰ ډالر مالیه ورکړي.
د نوي سیستم له فعالېدو سره لا هم پر دې دعوه چې ګواکې د ټول هېواد د فضايي حریم واک دې افغانانو ته سپارل شوی وي، شکونه موجود دي.
ټولنیز فعال خیرالله شینواری د نمونې په توګه پخپله فیسبوک پاڼه لیکي، چې په تېرو ۱۷ کلونو کې په منځنۍ کچه له افغان هوايي ډګرونو امریکا ۵ میلیارده ډالر ګټه تر لاسه کړې ده.
د هغه په وینا امریکايي الوتکې د هېواد له مهمو لویو هوايي ډګرونو ګڼ پروازونه کوي، خو هیڅ ډول مالیه افغان حکومت ته نه ورکوي.
د افغانستان اسلامي امارت پر وخت دغه سیستم په کندهار کې کار کاوه، چې د وخت د حکومت لویه عایداتي سرچینه ګڼل کېده.

شریک یي کړئ!