برخه -څانګه : afghanistan, fun, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نوي زېږېدلي نښتي ماشومان بېړنۍ درملنې ته اړتيا

آریانانیوز: د بدخشان د ولایتي روغتون چارواکي وايي، یوې مېرمنې دوه داسې لوڼې زېږولې دي چې د سر په برخه کې سره نښتې او په بدخشان کې یې د بېلېدو امکان نشته.


دغه نوې زېږېدلې سرېښ ماشومانې دیاد ولایت د لوی ښار ولسوالۍ د رابګلک کلي پورې اړوند یوې مېرمنې د فیض اباد د ولایتي روغتون په نسايي او ولادي برخه کې زېږولې دي.
د یاد روغتون د نسايي او ولادي برخې متخصص ډاکتر محمد یتیم تمیم وویل، د سر په برخه کې دغو دوه نښتو ماشومانو د زېږېدو پر مهال تنفسي ستونزې درلودې او روغتیایي وضعیت یې نازک و؛ خو د روغتیايي کارکوونکو د هلو ځلو په پایله کې یې پزې خلاصې او تنفسي حالت یې نورمال شو.
نوموړي زیاته کړه: (( د طبي پرمختللو وسالیو او د ماشومانو د جراحي متخصص ډاکتر د نه شتون له امله د فیض اباد په ولایتي روغتون کې د دغو نښتو ماشومانو د بېلېدو او درملنې امکان نشته او باید په کابل کې یوه مجهز روغتون ته ولېږدول شي.))
هغه زیاته کړه چې د ماشومانو کورنۍ ډېره بېوزلې ده او هېڅ ډول مالي امکانات نه لري چې د ماشومانو عملیات یې ترسره کړي.
د تمیم په خبره، بد شکله زېږون ډېری وخت د باردارۍ پر مهال د بې کیفیته او خپلسرو درملو د خوړلو له امله یا د هغو کسانو تر منځ د جنیټیکي مسایلو له امله چې د کاکا، ماما، خاله له لورګانو او یا نورو نږدې خپلوانو سره واده کوي رامنځته کېږي.
د دغو دوه نښتو ماشومانو ۳۸ کلنه مور ثریا پژواک خبري اژانس ته وویل: (( موږ ډېر بېوزله یو، د ماشومانو د درملنې لپاره هېڅ ډول امکانات نه لرو او له موږ سره موسسوهېڅ مرسته نه ده کړې.))
نوموړې زیاته کړه، په بستر کې د دغه وضعیت د لرلو له امله د هېڅ کار توان نه لري او خپله هم مرستې ته اړتیا لري.
هغې له خیریه موسسو او خلکو وغوښتل چې د ماشومانو د درملنې او بېلوالي په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي