برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ننګرهار کې د مالټو او زیتونو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، سږ کال د مالټو او زیتونو محصولات ۳۳۳۴ ټنو ته رسېدلي، چې ډېری یې د ننګرهار له کانال او خصوصي باغونو څخه راټول شوي دي.

د ولایت مقام له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، سږکال ۸۳۴ټنه زیتون د کانال او کرنې ریاست او ۲۵۰۰ ټنه د مالټو محصولات له خصوصي باغونو څخه راټول شوي دي.

«له دغه زيتونو څخه شپېته زره لېتره تېل او زرګونه لېتره اچار توليد شوي، چې اچار په يو سل او دېرش زره لویو او وړو بوتلونو کې پيک شوي او پلور ته وړاندې شوي دي.»

په اعلامیه کې ویل شوي، د کرنې او کانال ریاستونو په اړوند ځمکو کې ۲۲۰۰جریبه ځمکه کې د سترسو نوي باغونه جوړ شوي او زرګونه جریبه هغه باغونه بیا رغول شوي، چې مخکې تخریب شوي وو.

په ننګرهار کې نارنج، مالټه، لیمو او زیتون ښه حاصلات ورکوي، چې د څو کلونو په موده کې یې محصولات ټنو ته رسېدلي دي.

څو میاشتې وړاندې په ننګرهار کې  د زیتونو د پروسس فابریکې بیا په کار پیل وکړ، چې هره ورځ زرګونه لېتره د زیتونو تېل او اچار تولیدوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي