برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نظافت د ایمان یوه برخه

قال رسول الله ﷺ ) النظافة مِن الإيمان ) رسول الله ﷺ فرمايلي چې پاکي او نظافت د ایمان یوه برخه ده.



د اسلام مبارک دين او پر خاصه توګه رسول اللهﷺ پر نظافت زیات ټینګار کړی، چې د خپل ځان او ځای نظافت باید مراعت شي.
ځکه نظافت یو ځانګړی اهمیت او د انسان له امراضو څخه په ساتلو کي زیات رول لري، انسان بايد پاک واوسېږي، تر څو یو روغ او سالم انسان پاته شي او له خپل ځان څخه خوښ شي او له ده څخه الله او خلک خوښ شي.
نظافت د هر شخص، د هر کور او هر دولت پېژندنه ده، ځکه هیڅ انسان دا ښه نه ګڼي، چې له ناپاک او غیر نظیف شخص سره کښېني، مجلس او یا هم خوراک ور سره وکړي، ځکه نظافت ستا او ستا د کورنۍ پر روغتیا دلالت کوي او پر هر هغه ځای چېري چې په عمومي ډول پاکۍ ته پاملرنه کېږي.
نظافت د انسان لپاره روحي خوښي جلبوي او د نېکمرغۍ احساس ورکوي.
مګر د دې خلاف، نا پاکي او د نظافت خیال نه ساتل، تل انسان له ډول- ډول امراضو سره مخ کوي او د نا اميدۍ احساس ور کوي.
نو پر همدې اساس پر موږ لازمه ده، چې همېش او په هر ځای کې د نظافت خیال وساتو، تر څو د ناروغیو او سستۍ څخه وژغورل شو.
ددې لپاره، چې خپل او د کورنۍ نظافت مو ښه ساتلی وي، نو لاندي ټکي په پام کي و نيسئ.
۱- هره ورځ او یا په دوو ورځو کي حمام وکړئ، تر څو مو جسم پاک او د خولو د بد بویۍ احساس ونه کړئ. همدارنګه اوتو شوي جامې په تن کړئ، چې شکل مو ښکلی او مرتب ښکاره شي.
۲- پاک خواړه وخورئ، کوم چې د حیواناتو او حشراتو څخه خوندي ساتل شوي وي، تر څو تاسو د هغه ناروغیو او میکروبونو څخه وژغورل شئ، چې د چټلو خوړو څخه انتقالېږي.
۳- خپله کوټه او د اوسېدو خونه همېشه پاکه و ساتئ، تر څو د هغه ناروغیو څخه خوندي شئ، چې د چټلۍ او وړو حشراتو څخه انتقالېږي.
۴- خپل کور تل پاک ساتئ او اشغال یې روزانه بهر باسئ، چې ترې بد بویي او چینجي کور او چاپیريال کي خپاره نشي؛ ځکه د کور نظافت د ناروغيو څخه ستاسو ساتنه کوي.
۵- د ناستي ځای، سړک، دوکان، خوړنځای نظافت ته پاملرنه کوئ، هیڅکله کثافت پر لارې مه غورځوئ، بلکې خپل ځانګړي ځای ته یې رسوئ، تر څو د نورو لپاره نمونه او غوره بېلګه واوسېږئ.
د خپل ښار د ښکلا او نظافت خيال وساتئ، هیڅ بريالی کس به ونه مومئ، چې خیرن وي.
پاکي د هر ښکلي او کامياب څېز بنسټ او اساس دی.
پاکي سپکه مه ګڼئ، ځکه مهم او لوی شی دی او اسلام هم ټينګار پرې کوي.

رسول اللهﷺ موږ ته د ځان او ښار د نظافت ساتلو وصيت کړی دی؛ ځکه نظافت د ايمان، تقوا او د اللهﷻ د ميني یو برخه او نښه ده.
الله هغه چا سره مينه کوي څوک چې پاکي کوي؛ ځکه پاکي ناروغۍ، غمونه او اندېښنې د انسان له زړه وباسي او ستاسو په ژوند کي د نېکمرغۍ، غوړېدو او امن زېری درکوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي