برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

د ديني مدارسو په نصابونو کې د کفر د معاصرو ډولو او شکلونو د پېژندلو ضرورت

د کفر د انواعو او د هغه د نظریاتو پېژندل هم په هماغه اندازه ضروري دي لکه څومره چې د ایمان پېژندل ضروري دي.
په قرآن کریم کې الله تعالی له مسلمان سره د شیطان د دښمنۍ اعلان او پر دې دښمنۍ د هغه تأکیدونه بيان کړي دي.
شیطان کافر دی او د شیطان مکرونه، دسیسې، طریقې، انسان ته د ده د وسوسو او شبهاتو ور اچول، د ده افکار او نظریات او همدارنګه د ده د پیروانو عقائد او نظریات او د هغوئ ډلې، احزاب او نصابونه، سیاستونه، نظامونه، ادبیات او فلسفې ټول د کفر هغه انوع او اشکال دي چې په قرآن کریم کې الله تعالی پدې مقصد په تفصیل بیان کړي دي چې مؤمنان له هغو څخه ځانونه خبر کړي، د هغو په دامونو کې له ښکیل کېدلو ځان وساتي، او د هغو د له منځه وړلو لپاره تدابیر او لارې چارې وسنجوي، او مناسب وسائل په کار واچوي. نو له همدې امله څنګه چې د ایمان پېژندل ضروري دي تر څو مسلمان مؤمن شي او د ايمان د غوښتنو مطابق عمل وکړې، په همدومره اهمیت د کفر پېژندل هم ورته ضروري دي ترڅو په هغه کې له واقع کېدلو کې ځان وساتي او دښمني ورسره وکړي.
له عمر رضي الله عنه څخه نقل دي چې (ینقض عری الإسلام عروة عروة إذا وُلِدَ في الإسلام من لم یعرف الجاهلیة) . د اسلام کړۍ به یوه یوه ماتېږي کله چې په اسلام کې داسې څو وزېږي چې جاهلیت نه پیژني.
عمر رضی الله عنه د جاهلیت او کفر نه پېژندل د اسلام د کړیو د ماتولو سبب بولي، او دا ځکه چې کېدی شي چې د جاهلیت د نه پېژندلو له امله به څوک په هغه کې واقع شي او بیا به له اسلام سره دښمنۍ کوي لکه پدې زمانه کې چې د معاصر جاهلیت د افکارو منونکي د اسلام د دعوی له لرلو سره سره د اسلام او جهاد په خلاف په یوې بې رحمه جګړه کې اخته دي او دکفارو خوا یې نیولې ده.
د تاریخ په اوږدو کې د اسلام په خلاف د کفر دښمنۍ په بېلابېلو وختونو کې خپل شکل او کيفيت ته تغيير ورکړی او پدې دښمنۍکې یې هر ډول مادي او معنوي وسائل په کار اچولي دي.
دا چې د الله تعالی د حق دین په خلاف د کفر دښمني په بېلابېلو شکلونو کې دوام لرلی نو الله تعالی هم په هره زمانه کې د هماغې زمانې د حالاتو او شرائطو مطابق د کفر او ګمراهیو په خلاف د مقابلې لپاره انبیاء او شریعتونه رالیږلي دي. او دا ځکه چې لکه څنګه چې د کفر په انواعو نظریاتو او فلسفو کې بدلون راځي نو د هغو د له منځه وړلو لپاره نوي دعوت، نوي تعامل او د بشریت د نوي نسل د لارښوونې لپاره د نويو پیغمبرانو رالېږلو ته هم ضرورت پېښ شوی چې دا سلسله په محمد صلی الله علیه وسلم تمامه شوې ده.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته د کفر د ټولو انواعو او اشکالو په خلاف مقابله او د هغو له شر څخه د انسانانو د ساتلو مسؤولیت د دې دین علماوو ته ورپاتې شو. او د اسلام په تاریخ کې چې تر کومه وخته د دین علماوو د اسلام د بیان تر څنګ کفر او د هغه ډولونه او نظریات هم خلکو ته ور معرفي کول نو خلکو به هم کفر پېژاند چې هم به یې خپل ځان او هم خپله ټولنه ورڅخه ساتله، او هم به یې د هغه د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کولې.
خو له کله راهیسې چې د اسلام ښوونې په تعلیمي نصابونو کې د کفر د معاصرو انواعو، اشکالو او نظریاتو پېژندګلوي او د هغو په خلاف په معاصر شکل مبارزه ورکه شوه، او د مسجد ملا، د مدرسې استاد، د منبر خطیب، د کتاب مؤلف او شارح او د خانقاه مرشد د دې زمانې خلکو ته د کفر د معاصرو ډولونو لکه د سیکولریزم، ډیموکراسۍ، کمونیزم، هیومنیزم، لیبرالیزم، وضعي قوانینو، تنصیر، استعمار ، استشراق او د معاصر کفر د نورو ډولونو د نظریاتو او عقائدو په خلاف څه ونه ویل او و یې نه لیکل، او همدارنګه يې په خپلو فعالیتونو کې د کفر لوري ته د بلونکو اشخاصو او احزابو په خلاف علمي او فرهنګي مبارزې ته ځای ور نه کړ، نو هماغه وو چې د کفر دغه معاصر ډولونه او د هغو نظریات په خطرناک ډول د اسلامي نړۍ په ولسونو کې خپاره شول، او د نویو نسلونو په ملیونو ځوانان یا ورڅخه متأثره شول، او یا یې هم په صف کې ودرېدل او بېرته یې د اسلام په خلاف دښمني شروع کړه.
د کفر د معاصرو ډولونو د پېژندنې پېچلتيا:
د معاصر کفر خطر پدې کې دی چې اسلامي ټولنو د صريح کفر په نامه نه راصادریږي، بلکې هغه پداسې نومونو او شعارونو ځانته په اسلامي ټولنو کي ځای پیدا کوي چې په ظاهره یې له نومونو د کفر نښې نه ښکاري، او د آزادۍ، دیموکراسۍ، سیاسي او دیني پلورالیزم، پرمختګ، مساوات، ټولنیز بدلون، د بیان او عقیدې د آزادۍ، د بشر د حقوقو، د ښځو د حقوقو، عقلانیت، قانون مندۍ، نړیوالو قوانینو، نړیوالو اصولو، مدني ټولنې او دېته په ورته نورو نومونو د مسلمانو ټولنو پر ژوند ځان حاکموي. او دا ټول هغه اصطلاحات دي چې هر یو یې په غرب کې خپل فلسفي مفهوم او مدلول لري چې له یوې مخې د اسلام په مخالف قطب کې قرار لري.
په تېرې يوې پيړۍ کې کفارو او په خاص ډول د کمونيزم، سيکولريزم او ليبراليزم د مکتب پيروانو خپلې فلسفې، نظريات، سياسي او اجتماعي اصول او همدارنګه خپل فکري او معنوي ارزښتونه له بېلابېلو لارو او د بېلابېلو وسائلو په وسيله په مسلمانانو ومنل.
د دغو پرديو ارزښتونو او سياسي او اجتماعي نظرياتو د تأثير په نتيجه کې په اسلامي نړۍ کې داسې پردي پال نسلونه رالوی شول چې د سياست، قوانينو، تعليم، فرهنګ، اخلاقو، معنوي ارزښتونو، عسکريت او اقتصاد په ډګرونو کې د غربيانو پر لاره روان شول. سيکولر غرب او کمونست شوروي اتحاد پدې وتوانيد چې اسلامي نړۍ خپله داسې يوه مستعمره وګرځوي چې حکام او نظامونه يې پخپله خوښه په دوئ پسې روان شي.
د معاصر کفر د نه پېژندنې او د هغه په اړه د غفلت نتیجه پدې شکل کې هم راووته چې هغه ملا، طالب، مرشد او تبلیغي دعوتګر چې باید مسلمانان یې د معاصر کفر له خطرونو څخه خبر کړی وای د هغوئ لویه برخه نن په خپله لیبرالیزم، دیموکراسي، سیکولریزم، هیومنیزم، تنصیر، استشراق، وضعي قوانین، نړیوال کفري پوځي او سیاسي تړونونه او د کفر نور اوسني انواع او اشکال په علمي شکل نه پیژني، نو ځکه خو یې نه په خلاف مؤثره مبارزه کولی شي، او نه یې دغې مبارزې ته په خپلو اهدافو کې ځای ورکړی دی.
که پدې مجال کې په افغانستان کې د طالبانو فکري، سياسي او نظامي پديدې يو عملي مثبت مثال نه وای قائم کړای نو په حاضر وخت کې به موږ د ملا له آدرسه د معاصر کفر په خلاف د مبارزې مثال نه درلود. خو د طالبانو فکري جهادي پديدې هم دې کار ته له علمي او فکري نظره چندان په جديت او ژورتيا ندي کتلي، او نه يې خپلو پيروانو ، عامو طالبانو، محصلينو او عام ولس ته د کفر د معاصرو انواعو او اشکالو په خلاف د مبارزې د فکری ادبياتو څه داسې کتابونه او مراجع په لاس ورکړي او نه يې په نصاب کې ورته ټاکلي چې د مناقشې او معاصر علمي استدلال په ډګر کې په هغوئ کې د مطلوبې مبارزې وړتيا پيداکړي.
داسمه ده چې طالبانو د سرښندنې او مسلحانه مقاومت په ډګر کې د نړۍ د لويو پوخي ځواکونو په مقابل کې پوره مېړانه او وړتيا ښودلې، خو آيا د افغانستان د اوسني عصر د سيکولريزم او معاصر الحاد له طوفاني څپو سره مخامخ شوي نوي نسل ته يې دوه سوه يا سل عنوانه داسې ديني او فکري کتابونه هم وړاندې کړي دي چې د هغو په لوستلو ځان له پرديو فکري، عقائدي او سياسي فتنو وساتي، او يا یې په مقابل کې په علمي لحاظ مبارزه وکړي؟!
زموږ یوه لویه برخه ملایان او مرشدان که د یهودو او نصاراوو په هکله څه معلومات لري هم نو هغه هم هماغه د یونیم زرکلونو مخکني معلومات دي چې اوس په هغه شکل کې واقعیت نه لري. او دا ځکه چې د نن ورځي یهودیت، صهیونیزم او په هغو پورې اړوندو نړیوالو او محلي تنظیمونو تقریباً ټوله نړۍ په یوه او یا بل شکل یرغمل کړي ده، او په نړۍ کې یې د ډېرو مهمو چارو واګي په خپل لاس کې نیولي دي.
همدارنګه نصرانیت هم اوس هغه پخوانی د صومعې او رهبانیت دین نه دی چې عقیده یې په یوه خاصه محدوده کې تأثیر ولري او بس. بلکې نصرانیت اوس په صلیبیت، تنصیر، استعمار او نړیوال نظام بدل شوی چې د نړیوالو کاتولیکو، ارتوډکسو، پروټسټنټ کلیساګانو او نورو نړیوالو مؤسسو له لارې یې په بېلابېلو شکلونو ټولې نړۍ ته ځان رسولی دی او د ملیاردونو انسانانو پر ژوند يې خپل تاثیر پری ایښی دی. خو زموږ د ملا، مدرسې، او د خانقاه د مرشد په نصاب کې د دغو لویو خطرونو په هکله هېڅ هم نشته.
دا چې په مکتب ، پوهنتون، مسجد، مدرسه، خانقاه او تبلیغ کې زده کوونکو ته د کفر د معاصرو ډولونو او د هغو د نظریاتو په اړه څه نه تدريسېږي، نو له دغو دیني او علمي مراکزو څخه يوه برخه فارغېدونکي هم عامو خلکو ته پدې اړه د ويلو څه نه لري. هماغه وي چې یوه لویه برخه عام خلک د دغو کفري نظریاتو په دامونو کې په یوه او بل ډول ښکیل شي.
د افغانانو د جهادي مقاومتونو په بهير کې د ډېرو لویو افتخاراتو تر څنګ يوه لويه منفي نقطه هم شته چې تل يې جهادي مبارزې له هغې متأثره شوې دي، او هغه دا ده چې دوئ د دښمن په مقابل کې مقاومت کوي، خو د هغه له فکر او نظرياتو سره د مقابلې په ‌‌‌ډګر کې جديت او پوره وړتيا نه لري.
که د پورتنۍ مدعا د اثبات لپاره د مثالونو په لټه کې شو، نو ښه ډېر مثالونه به وينو چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
۱ – افغانانو د چنګېزيانو په مقابل کې مقاومت کړی، خو د چنګېز د فکر او قانون په مقابل چې (ياسا) نومېده او حق او باطل يې ورکې سره ګډ کړی وو کومه مؤثره فکري مقابله نه ده کړې، بلکې افغانانو پخپله هم په خپل عدلي او حقوقي ژوند کې په داسې عرفونو او قوانينو ګذاره کړې چې شريعت، قومي نرخونه، رواجونه، عرفونه او خپلې انګېرنې او نظريات يې ورکې ګډ کړي دي. دين يې د عبادت په ساحه کې منلی، خو کتاب يې يوازې د ملا ګڼلی. او چې په خپلو کې سره په منازعاتو کې اخته شوي نو بيا يې ډېر ځله د دې پر ځای چې قضيه يې د فيصلې لپاره يوازې شريعت ته وروړی وي، مقابل لورې ته يې ويلي دي چې (په شريعت راسره فيصله کوې او که په پښتو؟ دواړو ته دې تيار يم) يعنې که شريعت وي او که غير شريعت دواړه منم.
۲– افغانانو د انګريزانو په خلاف ډېرې جګړې کړي دي او ډېرې قربانۍ يې ورکړي، خو د انګريز د عقيدې په خلاف چې (نصرانيت) دی، او د هغه د اخلاقو، سياسي تفکر او فرهنګ په خلاف يې چې ليبراليزم، استعماري توسعه غوښتنه، سيکولريزم او ډېموکراسي ده هېڅ کومه جدي، علمي، فکري او فرهنګي مبارزه نه يوازې دا چې کړې نه ده، بلکې ښه ډېر پوهان، مفکرين، سياستمداران او د نظام او د قلم خاوندان يې د انګريزانو پر لاره روان شوي، او ولس ته يې په بېلابېلو ډګرونو کې اروپايي فکر ورتلقين کړي دی، او د هماغه فکر پر اساس یې نظامونه هم جوړ کړي دي. او ان تر دې چې کله کله خو يې (پير) او (ملا) او (نهضتي) هم د بې دينه ډېموکراسۍ په صف کې درېدلی او د الله تعالی جلّ جلاله په عوض یې انګرېز او امريکایی له ځانه حوشحاله کړی دی.
۳– افغانانو د هندوانو او سکانو په خلاف جګړې کړي دي، د هندوستان ډېرې سيمې يې لاندې کړي، ډيلي يې فتحه کړې، خو د هندوييزم د کفر په خلاف يې چې د شرک تر ټولو بد ډول دی نه کومه علمي او فکري مبارزه کړې، نه يې د هندوييزم د عقائدو، اخلاقو، مشرکانه تمدن په خلاف څه ويلي، نه يې د مسلمانانو په خلاف د هندوانو له بدو عزائمو پرده پورته کړې، او نه يې هم په پراخه پيمانه د تأليف او فکري مبارزې په ډګر کې راتلونکو نسلونو ته څه پرې ايښي دي. او د دې کار نتيجه يې دا راوتلې چې د دې پر ځای چې په افغانه ټولنه کې هندو او سک ته د مشرک، کافر، اهل ذمه او د اسلام د دښمن په سترګه وکتل شي، هندو ته (لالا) او سک ته (سردار) ويل شوي دي چې دواړه د عزت او درناوي الفاظ دي.
نه يوازې دا چې افغانانو ته د هندوانو فکر او فرهنګ د يو کفري او شرکي فرهنګ په حيث نه دی معرفي شوی، بلکې د نظام او با نفوذه سياسي جهتونو له لوري په سيستماتيک ډول کوښښ شوی چې (مسلمان) افغانستان ته له (کافر) هندوستان سره د يو دوست هېواد په حيث پيوند ورکړل شي، او دلته د هندي فرهنګ د خپرېدو لپاره لاره هواره شي.
۴– افغانانو د روسانو په خلاف هم لوی جهاد او اوږده جګړه وکړه او د لويو قربانيو په ورکولو يې د الله تعالی په نصرت له هغوئ څخه خپله خاوره آزاده کړه، خو د کمونيزم د فکر او عقيدې په خلاف یوه علمي، فکري او فرهنګي مبارزه ونه شوه. زموږ ملا او مدرس ونشوای کولی چې د ولس لوستي نسل ته کمونيزم د (کفر) په حيث ورمعرفي کړي. همدغه علت دی چې په افغانستان کې کمونستان او د کمونيزم د فکر پلويان هم ځانونه (مسلمانان) ګڼي، او ټولنې هم هغوئ د کمونيزم د منلو له امله کافر نه دي ګڼلي پداسې حال کې کمونيزم بې له شکه د اسلام له نظره (کفر) او کمونستان (کافران) دي.
د دې کار نتيجه دا راووته چې نه يوازې دا چې پرون موږ کمونستان له خپلې ټولنې څخه ګوښه نه کړای شول، بلکې نن هماغه کمونستان په بل شکل بيا پر همدې مسلمانې ټولنې حاکمان دي، او دې ولس ته د کمونيزم په خلاف د درېدلو سزا ورکوي.
نو پورتني وضعيت او په اسلام کې د کفر پېژندنې اهميت ته په پام سره بايد د اسلامي مدارسو په نصابونو کې د (ارجائي) او (خوارجي) فکرونو له تأثيراتو ليرې د اهل السنّة والجماعة د ديدګاه مطابق د کفر او ګمراهيو د معاصرو شکلونو په اړه په وضاحت سره خبره وشي، ترڅو هم د اسلام او کفر پولې روښانه شي، او هم مو د مسجد، مدرسې او مکتب له لوري د کفر په خلاف شعوري او هر اړخيز ډول مؤثره مبارزه وشي، او په هغه وخت کې بيا کفار او د هغوئ غلامان نشي کولی چې زمو. د ولسونو ځوانان اغوا او بې دينه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي