برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ناڅرګندو کسانو لیسه سوځولي او له ساتونکو یې سرونه غوڅ کړي‌

د ننګرهار چارواکي وایي، بیګاه شپه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوالو د ملکیار هوتک په نوم یوه لیسه سوځولې او د لیسې له دریوو ساتونکو یې سرونه غوڅ کړي دي.


د یادې ولسوالۍ د پوهنې مدیر ثابت الرحمن وايي، چې پېښه تېره شپه د کږې په سیمه کې رامنځ ته شوي. نوموړی زیاتوي، ناڅرګنده کسان د ملکیار هوتک لیسې ته ورغلي، لیسې ته یې اور ورته کړي او له دریوو تنو ساتونکو عزت الله، محمد قربان او د شېرمحمد له زوی نه یې سرونه پرې کړي دي.
د سیمي اوسیدونکي‌ وایي، چې شېرمحمد نومی ملازم تېره شپه دندې ته نه و تللی او پر ځای یې خپل زوی د ساتونکي په توګه لیسې ته لیږلی و.
دغه لیسه د خوګیاڼو ولسوالۍ په مرکز، د ولسوالۍ د ودانۍ په ګاونډ کې پرته ده،.
د سیمي د خلکو په وینا وسلوالو کسانو د لیسې اداري خونې هم سوځولي او بیا یې ټولګیو ته هم اور اچولی چې تر سهاره یې د اور لمبې پورته کیدلي.
د پیښې پړه تر دا مهاله چا نه ده منلي؛ خو په ننګرهار کې داعشي ډله اکثره وخت دا ډول کارونه ترسره کوي، او څه موده وړاندې یې لیسو ته هم ګواښ کړی چې له امله یې ان په جلال اباد ښار کې دننه هم د نجونو لیسې وتړل شوې.

شریک یي کړئ!