برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

میرمن کوفی: هیله مند یوو چې د دواړو هیوادونو کلتوری ملګرتیاوې زیاتې شی

دیوریوټ له مخی ایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست اوملی امنیت دکمیشن مشرعلاءالدین بروجردی نن په تهران کې د افغانستان د پارلیمان د میرمنو،بشری حقوقو اومدنی ټولنې دکمیشن له مشرې میرمن فوزیه کوفی سره په کتنې کې ووئیل ایران او افغانستان د اسلامی امت دیوې برخې په توګه داسې ګډې ګټې لری،چې د امنیت د ټینګیدا اوپراختیا په سیوری کې ترلاسه کیدلی شی.


هغه دافغانستان په شمول په سیمې کې موجوده شخړې او ترینګلتیاوې،په اسلامی نړۍ کې د نښتو درامینځةکولو لپاره دامریکااو دهغې د لویدیځی متحدانو د لاسوهونکو سیاستونو له امله وبللې.
دافغانستان د ولسی جرګې د میرمنو او بشری حقوقو د چارو د کمیشن مشرئې میرمن فوزیه کوفی هم په دغې کتنې کې دایران او افغانستان په ژبنی او کلتوری مشترکاتو باندې په ټینګار سره ووئیل ، افغانستان د کلتوری اوګاونډیتوب دژورومشترکاتو په سبب او همداراز په یوه مهم سیمه ایز مقام کې دایران د واقع کیدا په دلیل ، له اسلامی ایران سره په بیلابیلو زمینو کې د اړیکو له پراختیا سره دلچسپی لری.
میرمن کوفی له افغان کډوالو سره دایران داسلامی جمهوریت دحکومت او ولس د ښه چلند په تیره بیا په تحصیلی زمینې کې دمناسبتو شرائطو د رامینځة کولو په قدرونې سره زیاته کړې ، هیله مند یوو چې د دواړو هیوادونو کلتوری ملګرتیاوې زیاتې شی ا و دهغو کسانو لپاره د تحصیلی بورسیّو څخه داستفادې شرائط چې په افغانستان کې دی هم برابر شی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي