برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

میدان وردګ چارواکي: بهرنیانوښوونځي بمبار کړی

آریانانیوز: د میدان وردګ چارواکي وايي د دې ولایت مرکز ته څېرمه زیولات سیمه کې د بهرنیانو له وژل کېدو وروسته هغوی پر ښوونځي بمبار کړی او بشپړ يې ویجاړ کړی دی.



د میدان ودرګو ولایت د والي ویاند عبدالرحمن منګل دعوه کوي چې د زیولات سیمه کې د زراعت له مسلکي لېسې پر بهرنیانو ډزې شوې، چې دوه عسکر يې ځای پر ځای وژل شوي، وروسته هغوی پر لېسه هوايي برید کړی دی.
هغه دعوه وکړه چې په برید کې ګڼ وسله وال هم وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې دی، چې تېره ورځ د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې هم ګډو ځواکونو یوه دیني مدرسه او یو ابتداییه ښوونځی بشپړ بمبار کړي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې پېښه د فراه رود ولسوالۍ په تودنک سیمه کې شوې ده، چې پکې د امام ابو حنیفه دارالعلوم او یو ابتداییه ښوونځی بشپړ ویجاړ شوي دي.

دلته مېشتو بهرنیو ځواکونو د دواړو پېښو په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي