برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ دی , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

مولوي ثناءالله سنګین: پاکستان ته به اجازه ورنکړو چې اغزن تار ولګوي

آریانانیوز: د افغان سرحدي ځواکونو قوماندان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ۳۰ قرارګاوو د جوړولو اعلان وکړ.


مولوي ثناءالله سنګين وويل، چې د هېواد د امنيت او د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځيانو د جوړښتونو د مخنيوي په موخه به تر ٣٠ زياتې امنيتي اډې جوړې شي.

هغه وويل: د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو هر ډول بريد به بې ځوابه پاتې نه شي. په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویډیوګانې ښيي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو لخوا د اغزن تار لګول دوام لري.

کابو پنځه کاله وړاندې پاکستان اعلان وکړ چې د ډیورنډ د ۲۵۰۰ کیلومتره کرښې ډېره برخه به اغزن تار غځوي. خو د تېر حکومت پر مهال د کابل له خوا له دې کار سره په مکرر ډول مخالفت شوی دی او د افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو تر منځ په پرله پسې ډول مرګونې نښتې وشوې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي