برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

ملګري ملتونه: پاکستان دې په موقتي توګه د افغان کډوالو اخراج بند کړي

پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اسلام اباد ته ویلي چې د ژمي په موسم کې دې د کډوالو د ایستلو لړۍ بنده کړي.


پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یو ځل بیا د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې د ژمي په موسم کې دې له پاکستان څخه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو جبري اخراج بند کړي.

د دې سازمان ویاند بابر بلوچ وايي، دغه سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د سړې په موسم کې دې افغان کډوال ونه باسي، ځکه د ده په وینا سخته یخنۍ مرګونې ده او ښايي د راستنېدونکو کډوالو د مړینې لامل شي.

هغه څرګنده کړه: موږ د هغو ښځو، ماشومانو او نارینه وو په اړه خبرې کوو چې له پاکستانه وتلو ته اړ شوي او [افغانستان] ته روان دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د مهاجرینو د راستنیدو بهیر باید داوطلبانه وي او د پاکستان حکومت باید هغه زیان منونکي مهاجرین وپیژني او ورسره مرسته وکړي چې نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري.

تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی و، چې د پاکستان د حکومت له لوري د غیرقانونی کډوالو او پناه غوښتونکو د ویستلو د پرېکړې له اعلان راهیسې له هغه هېواده ۳۷۴ زره کسان افغانستان ته داخل شوي دي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي